د پکتیکا ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې تر اوسه پورې د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو برمل، زېړوک، نکه او ګیان کې لږ تر لږه ۹۰ کورونه ویجاړ شوي دي. د پکتیکا او خوست ولایت د اوسېدونکو په ګډون د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کړې ده چې پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو ته جدي پاملرنه وکړي. په همدې حال کې راپورونه وایي چې د پکتیا له مرکز ګردیز او د زرمت ولسوالۍ څخه ډاکتران او رضاکاران د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي دي. بلخوا افغاني سرې میاشتې ټولنې په پکتیا ولایت کې له خپل ګودام څخه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ زلزله ځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه سیمې ته د بېړنیو مرستو لېږد پیل کړی دی. د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا ویلي چې زلزلې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي او پر مرستندويو ادارو يې غږ کړی چې ژر تر ژره دې زيانمنو سيمو ته مرستې ورسوي.
































