د اروپايي اتحاديې غړو هېوادونو په دې اتحاديه کې د غړيتوب لپاره د اوکراين د نوماندۍ ملاتړ کړی دی. د اروپايي اتحاديې لپاره د فرانسې وزير کلیمون بون پرون ناوخته له خپلو اروپايي سیالانو سره تر کتنې وروسته ويلي چې د اتحاديې ټول غړي د دغه تاريخي ګام د پورته کولو لپاره په يوه خوله دي. فرانسه دا مهال د اروپايي اتحاديې دوره يي مشري کوي. ټاکل شوې چې د دې اتحاديې مشران نن په بروکسل کې سره جرګه شي او د غړيتوب لپاره د اوکراين د نوماندنۍ وړاندیز نهايي کړي. پر اوکراين سربېره مالدوا او ګرجستان هم د اروپايي اتحاديې غړيتوب ته د نوماندانۍ غوښتنه کړې داسې نه ښکاري چې د يادو دوو هيوادونو نوماندي دې د ځينو شرایطو له کبله ژر ومنل شي. اوکراين د اروپايي اتحاديې د غړو د پلان هرکلی کړی او ويلي يې دي چې دا کار به له روسيې سره د مقابلې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
































