د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د هر اړخیزې مرستې په موخه په ارګ کې بېړنۍ غونډه شوې ده. د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په غونډه کي له زلزله ځپلو سره د خواخوږي تر څنګ ټولو اړونده ارګانونو ته دنده سپارل شوې ده چې د مرستي عاجل ټیمونه سیمي ته ولیږي. د نوموړي په خبره، همدارنګه سپارښتنه شوې ده چې له شهیدانو او زخمیانو سره د نغدي مرستو او تداوي لپاره هم تدابیر ونیول شي او دغه راز ورسره لارښونه وشوه چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او زخمیانو د انتقال لپاره دي د هوایې او ځمکني ترانسپورت څخه کار واخستل شي.
































