د ۲۰۳ منصوري قول اردو چارواکو ویلي چې د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو ته ۳۰ امبولانسونه او څلور چورلکې رسېدلې دي او درې نورې چورلکې هم ور روانې دي. ۲۰۳ منصوري قول اردو زلزله ځپلو سیمو ته د امبولانسونو او چورلکو د ورتلو خبر وروسته تر هغه ورکوي چې د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د رییس الوزرا په مشرۍ غونډه کې په پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستي لپاره اړونده ارګانونو ته د بېړنیو اقداماتو سپارښتنه شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې، د پکتیکا په څلورو او د خوست په یوې ولسوالۍ کې په بېګانۍ زلزله کې لږ تر لږه ۲۸۰ تنه مړه شوي او له ۵۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي. ښايي د تلفات شمېر نور هم لوړ شي ځکه چارواکي وایي چې دوی لا هم تر خاورو او لوټو د لاندې شویو کسانو پر را ایستلو بوخت دي.
































