د افغانستان ا.ا چارواکي وایي چې د تېرې شپې د زلزلې له امله د هېواد په څو ولایتونو کې ۱۵۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پېښو ته د رسیدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم ویلي چې بیګانۍ زلزلې د هېواد په څو ولایتونو کې ۹۲۰ کسان مړه کړي او ۶۱۰ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې ده چې په پېښه کې د هر مړه شوي کورنۍ ته ١٠٠ زره افغانۍ او د ټپي کورنۍ ته ٥٠ زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي. مسلم د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دوی له ټولو دولتي ادارو سره په همغږۍ ځپل شویو سیمو ته پلاوی لیږلی دی او په خبره یې د رییس الوزرا په سپارښتنه ټولو دولتي ادارو په پکتیکا او خوست کې ځپل شویو سیمو ته د مرستې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده کړې ده او ټوله هڅه یې دا ده چې ځپل شویو کسانو ته پر وخت رسیدګي وکړي.
































