پخواني ولسمشر حامد کرزي له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هېواد کې د تېرې شپې زلزلې ګڼو وګړو ته مالي او ځاني تلفات اړولي چې د ژورې خواشینۍ وړ دي.
نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریک کړي او زیاتوي چې په دې ستر غم کې له دوی سره ځان دردمن بولي. پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه راز ویلي چې زلزله ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او پر خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو، بشردوستانه موسساتو او نورو اداراتو یې غږ کړی چې له زیانمنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي او په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي.
































