د نړۍ شتمنو هېوادونو د روسیې پر وړاندې د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده. د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ډېر ژر د نړۍ د شتمنو هېوادونو یا جي اووه د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي او پر روسیه تازه بندیزونه وضع کړي. یوه امریکايي چارواکي ویلي په دې غونډه کې دا کوښښ کېږي چې روسیه منزوي شي او پر نړۍ یې تاثیرات کم کړل شي. په دې غونډه کې د بندیزونو او فشارونو یوه نوې طرحه شریکېږي چې له مخې به یې د نړۍ ډېری صنعتي او شتمن هېوادونه له روسیې سره له راکړې ورکړې منع کړل شي. امریکا وایي د سختو فشارونو پلان لري.
































