د افغانستان د پوهنتونونو اتحادیه له حکومت غواړي چې پر تعلیمي او تحصیلي ادارو دې سیاسي معاملې نه کوي. ددغه اتحادیې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د رامنځ ته شوي جوړجاړي هرکلی شوی دی، خو پر دواړو یې غږ کړی دی چې پر تعلیمي او تحصیلي ادارو دې سیاسي معامله نه کوي. ددوی په خبره د افغانستان د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې ادارې وړ او په کار پوه کسانو ته اړتیا لري او حکومت یې باید د مشرتابه لپاره له سیاسي ناندریو او کشمکشونو لرې وړ او په کار پوه کسان وګوماري. دوی ویلي که حکومت د پوهنتونونو د استادانو د اتحادیې غوښتنې ته پام و نه کړي نو دوی به چوپ پاتې نه شي او پر وړاندې به یې اعتراضونه وکړي.
































