د افغانستان په تر ټولو ګرم سېرو ولایتونو لغمان او کونړ کې هم د دوبي پیل په واوره باندې شوی دی. دې نادرې واورې د لغمان او کونړ په سرحدي کرښه (کونډ) سیمه کې لسګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي چې تازه یې د ژغورلو هڅې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې، دا سیمه شاوخوا ۴ زره متره لوړوالی لري او له تېرې چهارشنبې راهیسي پکې تر ۲.۵ مترو پورې واوره شوې ده. په ختیځ کې د خالد بن ولید قول اردو چارواکو ویلي چې د دغې قول اردو ځواکونه د ننګرهار هوایي ډګر ته روان شوي څو په واورو کې د ایسارو خلکو مرستې ته ځان ورسوي او هغوی له واورو څخه راوباسي.
































