جاپان وايي افغانستان کې له زلزله ځپليو سره مرستې کوي. د جاپان د کابينې مرستيال سيجي کيهارا نن په يوه خبري کنفرانس کې ويلي چې دوی دا مهال د اړينو مرستو د همغږي کولو په حال کې دي. کيهارا زياته کړې چې کارډلې يې لومړی د اړمنو بېړنۍ اړتياوې په ګوته کوي او وروسته به د مرستو د لېږد لپاره اقدام وکړي. په ورته مهال په پکتيکا کې ځايي چارواکي وايي چې ښايي لا هم ځينې کسان تر خاورو لاندې وي. د پکتيکا د عامې روغتيا رييس وايي، تېره شپه د خلکو د ژغورنې عمليات د باران د اورښت له کبله ټکني شوي وو.
































