روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د ۵۴۵ نورو مثبتو پېښو د ثبتېدو راپور ورکړی دی. له دې سره په بیلابیلو ولایتونو کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۱۵۷۵۰ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې پر کرونا اخته اته تنه مړه شوي هم دي چې ورسره له همدې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر بیا ۲۶۵ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت له لوري خپرې شوې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې تر اوسه پر کرونا اخته ۱۴۲۸ کسان رغېدلي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
































