د انډپنډنټ په نامه بریتانوي ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. مقاله کې راغلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به تر راتلونکي یو نیم کال پورې ټول امریکایي سرتېري له افغانستانه ووځي خو داسې ښکاري چې ښایي تر ټاکل شوې مودې مخکې امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي. ورځپاڼه کاږي، ټرمپ هڅه کوي تر ټاکلې نیټې مخکې خپل ټول سرتېري هېواد ته ستانه کړي او تر ټاکنو مخکې (د روان کال په نوامبر میاشت کې) اعلان وکړي چې ګوندې خپله ژمنه یې عملي کړې او ټول سرتېري یې له افغانستان څخه ایستلي دي.
































