د چین سیمه اییز حکومت تایوان ژمنه وکړه چې د افغانستان له زلزله ځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي. د تایوان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان زلزله ځپلو ته د یو میلیون امریکايي ډالرو مرستې پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې د بېلابېلو شریکو هېوادونو له متخصصانو سره یې مشوره وکړه. له دې جلا د تایوان د ولسمشرې وياندې کشاویر چانګ وویل چې د دغه هېواد ولسمشرې تاسي اینګ وین د افغانستان د زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
































