په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي په خپلو تازه څرګندونو کې پکتیکا او خوست کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو افغانانو ته د ا.ا پر وخت رسیدګي ستایلې ده. ټوبي لینزر ویلي چې ا.ا د خوراکي توکو، درملو، امبولانسونو او نورو مرستو په رسولو کې د تېر حکومت په پرتله چټک اقدامات او هڅې کړې دي. د یادونې ده چې څو شپې وړاندې نیمه شپه شاوخوا درې بجې خوست او ورڅېرمه ولایتونه د ریښتر په کچه د ۶.۱ درجې زورورې زلزلې ولړزول چې له امله یې تر یو زر او ۵۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۲۵۰۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.
































