کابل کې د افغانستان ا.ا ځواکونو سره نښته کې دوه وسله وال غله وژل شوي دي. د کابل د امنیه قومنداني ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې دا پېښه تېره شپه د کابل د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په خیرخانه سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو د ا.ا امنیتي ځواکونو سره پر مقاومت لاس پورې کړ. د هغه په خبره، له یادو غلو څخه یو موټر او دوه میله وسله د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي. نوموړي ویلي چې ا.ا هیچاته د کابل ښاریانو د امنیت د ګډوډولو اجازه نه ورکوي او هر هغه څوک چې په غیر قانوني کارونو لاس پورې کوي دوی به یې پر وړاندې تر ټولو جدي قانوني اقدامات وکړي.
































