د لويديځ له بندیزونو سره سره افغانستان او روسيې د سوداګرۍ د پراخولو تړون لاسليک کړی دی. دغه تړون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د روسيې د سوداګرۍ د همکارۍ شورا تر منځ تېره اونۍ د روسيې په سينټ پيټرزبرګ ښار کې لاسليک شو. د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي چې لاسليک شوی تړون يې سياسي بڼه نه لري خو په وينا يې چې د عملي کولو لپاره يې د دواړو حکومتونو ملاتړ ته اړتيا ده. د يادې خونې مرستيال يونس مومند ويلي چې له روسيې سره د تړون له لاسليکولو يې موخه دا ده چې د سيمه ييزې سوداګرۍ د پراخولو لپاره د روسيې له هڅو سره ملګري شي. هغه رسنيو ته ويلي چې د لويديځ بندیزونو په سرخوږي اخته کړي خو په وينا یې چې دوی يې هم له کبله لاس تر زنې نه شي کښيناستلی. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال ويلي چې ډير ژر به د ا.ا يو پلاوی روسيې ته سفر وکړي څو د لاسليک شوي تړون د عملي کولو لارې چارې وسنجوي.
































