ننګرهار کې د یوې دینې مدرسې دېوال نړيدلی چې له کبله يې ۱۳ شاګردانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ننګرهار کې روغتيايي چارواکو ويلي چې پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د خوګياڼيو ولسوالۍ د مرکز کږې بازار اړوند غونډۍ پاس سيمه کې شوې ده. ويل کېږي چې په پېښه کې يو تن مړ شوی او ۱۲ نور ټپيان دي. د ديوال د نړيدو لامل نه دی څرګند خو دا وړ پېښې ډير کله د ودانيو د زوړوالي او ډيرو اورښتونو له کبله کيږي. وړمه ورځ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې هم د سختو اورښتونو له کبله د يوه کور چت پرېوتی و چې له کبله يې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
































