یونسیف وايي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې د اوبو د صحي ساتلو توکي لېږلي دي. یونسیف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق په تازه څرګندونو کې ویلي چې له زلزلې وروسته په زلزله ځپلو سیمو کې د غیر صحي اوبو او له دې امله د پېښېدونکو ناروغیو د موجودیت وېره شته وي، نو له همدې امله دوی دغه سیمو ته د اوبو د پاکولو او پاک ساتلو وسایل او درمل لېږلي دي.
ددې تر څنګ د کډوالو نړیواله اداره وايي چې په پکتیکا او خوست کې یې زلزله ځپلو ته د کور د لومړنیو توکو او خیمو وېشنه پيل کړې ده. ددغه ادارې په خبره دمګړی یې ۵۰۰ کورنیو ته د خیمو وېشنه پيل کړې ده او ۱۲ لارۍ نور مرستندویه توکي دغه سیمو ته پر لار دي.
































