د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د کرونا ویروس پراختیا له کنټرول وتلې ده. له دې سره هممهاله د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه کمېټه وايي چې په افغانستان کې د کرونا ویروس پراختیا خورا چټکه او له کنټرول وتلې ده، نو ښايي انساني ناورین رامنځ ته کړي. دغه کمېته وایي، افغان حکومت هم د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې اړین تجهیزات نه لري او که پاملرنه ونه شي، نو وضعیت به تر دې هم خطرناک شي. عامې روغتیا وزارت هم د پېښو د ډېرېدو خبره کوي، خو داسې راپورونه هم شته چې دغه وزارت د کرونا له امله د مړو شوو کسانو اصلي شمېره پټوي او یا یې په اړه معلومات نه لري.
سره له دې چې د هېواد په ډېری ښارونو کې خلک د کرونا ویروس له چټکې پراختیا شکایت کوي، تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په دې تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده. دغې کمېټې تازه د افغانستان په اړه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا سلنه یوازې تېره میاشت ۶۸۴ ته رسېدلې ده. دغه کمېټه د کرونا ویروس د پراختیا دغه چټکتیا وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بولي.
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي چې په افغانستان کې د اخته کسانو له ډلې له لوړې سلنې ټېسټ یا د ازمویښت لپاره نمونې نه اخیستل کېږي، نو له همدې امله په دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په ځلونو ډېرې دي او د چټکې پراختیا په حال کې دی. یاده کمېټه وایي چې په افغانستان کې ښايي وضعیت تر دې هم وحشتناک شي. د دې ادارې په خبره: ((کرونا په افغانستان کې وضعیت تر دې هم وحشتناک کوي، لا یې بدتره کوي. ډېری کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه پر کرونا د اخته کسانو د درملنې یا مراقبې لپاره اړین تجهیزات نه لري، همدا راز هغه کسان چې په کرونا اخته شوي وي، ورکېږي)).
د ژغورنې تړیواله کمېټه داسې مهال د اخته کسانو د ورکېدو خبره کوي، چې خلک د عامې روغتیا وزارت پر روغتیایي خدماتو باوري نه دي او همدا راز دغه وزارت د ټولو اخته کسانو د تجرید او بستري کولو لپاره امکانات نه لري.
د ژغورنې نړیواله کمېټه دغه راز وایي، باید له افغانستان سره د تجهیزاتو او نورو اړینو مواردو په برخه کې مرسته وشي، څو دلته د یوې انساني فاجعې له رامنځ ته کېدو مخنیوی وشي. د ژغورنې نړیواله کمېټه داسې مهال د افغانستان په اړه څرګندونې کوي چې دلته د عامې روغتیا وزارت پر کارونو نیوکې ډېرې دي.
دغه وزارت تر ډېره د رسنیو له لارې ارقام خپروي او د وقایې او پراختیا د مخنیوي لپاره یې منظم او عملي پروګرامونه نه لري. همدا اوس د هېواد په ډېری لویو ښارونو کې کرنتین مات شوی، ورو ورو دولتي ادارې خپلې چارې پيلوي او ښارونه یو ځل بیا له ګڼې ګوڼې ډک شوي، خو وزارت یې پر وړاندې بې تفاوته دی.
بلخوا د پژواک خبري آژانس یو نوی راپور وايي چې عامې روغتیا وزارت د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېره نه په ډاګه کوي او ارقام یې ناسم دي. د سرچینې په خبره، وړمه ورځ د کابل ښار په بېلو برخو کې ۱۹ کسه مړه شوي چې د دوی د معلوماتو له مخې، د څلورو کسانو مړینه د کرونا له امله وه، خو د عامې روغتیا وزارت وایي چې یوازې یو کس په کال کې د کرونا له امله مړ شوی دی.
عامې روغتیا وزارت دمګړی په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۷۵۰، د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۵ او له کرونا د بېرته جوړو شوو کسانو شمېر ۱۴۲۸ کسه ښيي. له دې سره جوخت ښايي سلګونه داسې کسان هره ورځ په کرونا اخته کېږي چې دوی خپل ازمویښت نه شي کولی او اړ دي چې په خپلو کورونو کې ځانونه بستري کړي.
































