د افغانستان ا.ا د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د علماوو لویه غونډه جوړوي. که څه هم د ا.ا چارواکو تازه په دې اړه کوم څه نه دي خپاره کړي خو وړاندې تر دې د دې غونډې مهمه اجنډا پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوي دي. د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د لویې جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي. په خبرتیا کې راغلي چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادي توګه پیلېږي. په همدې حال کې د ملا محمد حسن اخند په لاسلیک په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب ښکته پورته کېږي چې پکې راغلي، په کندهار کې د ا.ا.ا د لوی مشر شیخ هبت الله اخندزاده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په کچه به د علماوو ستره غونډه جوړېږي او د جوړولو چارې یې د ملا برادر په مشرۍ کمېسیون ته سپارل شوې دي. دغې جرګې ته دوه تنه دیني عالمان او یو بل تن مخور بلل کېږي.
































