ملګري ملتونه وایي له افغان زلزله ځپلو سره لس میلیونه ډالر مرسته کوي. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا مشر مارتین ګریفتس په ټوېټ پیغام کې ویلي چې دوی د افغانستان پر پېښه خواشیني دي.
دده په وینا ملګرو ملتونو پرېکړه کړې چې ژر به له افغان زلزله ځپلو سره لس میلیونه ډالر مرسته کوي او دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو ادارې ته وسپارل شي چې ژر په افغانستان کې ولګول شي.
د ملګرو ملتونو نورو اداراتو بیا وار له مخه په سیمه کې لومړنۍ مرستې پيل کړې دي خو ټینګار کوي چې ټولو زلزله ځپلو ته د مرستو د رسولو بهیر روان دی. د څو ورځو مخکې زلزلې په خوست او پکتیکا کې ګڼې سیمې ولړزولې چې درانه ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي. ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د مرستې ژمنه کړې ده.
































