د نړۍ اوو شتمنو هېوادونو د روسیې د سرو زرو پر وارداتو بندیز ولګاوه. د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشرانو پرون په آلمان کې خپله غونډه پر روسیه په تازه بندیزونو پيل کړه. په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې له دې وروسته به د روسیې سره زر نه وارېدېږي.
امریکا وایي چې د روسیې سره زر ددغه هېواد دویمه ستره عایداتي سرچینه ده، چې ستر واردېدوونکي یې هم اووه صنعتي هېوادونه دي. روسیه دمګړی د نړۍ پنځه سلنه سره زر تولیدوي چې نوي سلنه یې اوو صنعتي هېوادونو په تېره برېتانیا ته صادرېږي. د غونډې ګډونوال وایي د نورو بندیزونو پلان هم لري.
































