ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې د روان بهیر په اړه اندېښمن دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د سولې په برخه کې له پرمختګونو ډاډه نه دي. په راپور کې راځي چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او ددغه ډلې په خوښه او مشورو یې د سولې خبرې مخ ته وړې دي. د سرچینې په خبره همدا اوس د شپږ زره پاکستاني وسله والو ترڅنګ د سیمې د هېوادونو ګڼ وسله وال د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې ځان ته د ځای پیدا کولو په لټه کې دي او د القاعده شبکې ګڼ وسله وال لا هم له طالبانو سره اړیکه لري او دواړه لوري ددې تاریخي اړیکو پر پاللو ټینګار کوي. ملګري ملتونه همدا راز وایي د زندانیانو تبادله، د تاوتریخوالي دوام او سختې جګړې دا هر څه ښيي چې طالبان به په اسانۍ سوله و نه کړي او د ثبات د راوستو لاره له خنډونو ډکه ده. په راپور کې راغلي چې طالبان د جګړې لپاره بشپړه تیاري لري خو د امریکايي ځواکونو له غوسه کولو ډډه کوي. امنیت شورا له دې سره سره بیا هم ډاډ ورکړی چې د سولې په برخه کې همکاري کوي، پر طالبانو به خپل بندیزونه د سولې په موخه نرم کړي او د سولې له اقداماتو به ملاتړ وکړي.
































