د چین د فلزي ګروپ (ایمسيسي) د عینک مسو کان پروژې په افغانستان کې له وروستیو زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده. د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، دغه ګروپ یاده مرسته د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلې ده. په یاده مرسته کې وریجې، اوړه، غوړي او چای شامل دي. سرچینه کاږي چې د عينک د مسو کان پروژې استازي احمد جواد صالح هيله څرګنده کړې، چې شوې مرسته به د زلزله ځپلو سيمو پر اړمنو خلکو ووېشل شي. د سرپرست حکومت استازي په يادو مراسمو کې ويلي، چې دغه مرستندويه توکي به ډېر ژر زلزله ځپلو سيمو ته ولېږدوي او پر ٨٠٠ کورنيو به يې ووېشي.
































