په افغان سوله کې د ګڼو ستونزو ترڅنګ د پام وړ پرمختګونه هم شوي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تازه راپور تر خپرېدو وروسته ویلي چې په افغانستان کې د سولې روانې هڅې له ګڼو خنډونو سره مخ وې خو بیا هم د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي. دده په وینا ستونزې مني خو پر پرمختګونو هم باید سترګې پټې نه شي. د زلمي خلیلزاد په وینا همدا اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله روانه ده، د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری نیول کېږي، په اختر کې اوربند وشو چې دا هر څه پرمختګ ښيي. خلیلزاد د ځواکونو د وتلو په اړه هم ویلي چې پنټاګون امریکايي ځواکونه له افغانستان وباسي خو امریکا بیا هم ټینګار کوي چې د ځواکونو حضور او وتل له طالبانو سره د شوې هوکړې په عملي کېدو پورې تړاو لري.
































