وروسته تر هغه چې د بښنې نړیوال سازمان د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ او په دغه ولایت کې یې د ا.ا د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل، د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په بلخاب کې د ملکي تلفاتو په اړه د بښنې نړیوال سازمان راپور حقیقت نه لري. هغه پر خپل ټویټر لیکلي چې دوی په بلخاب کې هیڅ ملکي تلفات نه لري او په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي. مجاهد څرګنده کړې ده چې دا ډول بې اساسه راپورونه د بښنې نړیوال سازمان په څېر یو بنسټ حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي او باور ته یې زیان اړولی شي.
































