په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې په دغه هېواد کې د وروستۍ زلزلې له امله خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. دغې ادارې له ملګرو ملتونو څخه له وروستیو زلزله ځپلو سره د ۱۱۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده. اوچا ویلي، چې پکتیکا او خوست کې له ۳۶۲زره زیانمنو سره د مرستې په موخه د دغه پیسو غوښتنه کوي. د یادونې ده چې په افغانستان کې د بشري مرستو همغږي کوونکي او د یوناما مرستیال رامیز الاکبروف څو ورځې وړاندې ځپل شویو سیمو ته سفر کړی و او زیاته کړې یې وه چې په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله د اغېزمنو شمېر تر هغه څه خورا لوړ دی چې په رسنیو کې اعلانېږي.
































