د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوي. وانګ یي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په ټلفوني خبرو کې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي روابطو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې شوې دي. د سرچینې په خبره، د چین د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې په نږدې راتلونکي کې به افغان سوداګرو ته د وېزو ورکړې بهیر پیل او د افغانستان-چین هوایي دهلېز بیا پرانیستل شي.
































