د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني، مرستیالانو یې، د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد الله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. په دې ویډيويي کنفرانس کې زلمي خلیلزاد، په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا د سفارت شارژادافیر هم ګډون کړی و. مایک پمپیو ویلي چې یوازینۍ موخه یې افغانستان ته دایمي ثبات راوستل، دیموکراتیک او پیاوړی حکومت رامنځ ته کول او د امریکا او افغانستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو جوړول دي. نوموړي ویلي دوی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روانې چارې اوږده جګړه ختمه کړي. دواړو لورو د سولې پر راتلونکو اقداماتو، د مذاکراتو پر ځای ځایګي، د جګړې پر اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي د کمولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. ارګ وایي چې دغه کنفرانسونه به دوام کوي او په راتلونکې غونډه کې به د سولې او اوربند په اړه خبرې کېږي.
































