چین په افغانستان کې له وروستیو زلزله ځپلو سره خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي او نن یې په بشري مرستو بار دوې الوتکې نوره مرسته کابل ته را رسېدلې ده. د افغانستان ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر لیکلي چې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې نن سهار د چین هېواد دوې الوتکې مرستې کابل ته راورسیدې، چې د ۸ میلیونو ډالرو کمپلې، البسه او نور اړین توکي پکې شامل دي. مجاهد زیاته کړې ده چې دوی د چین له دې سخاوتمندانه مرستو څخه مننه کوي. د یادونې ده چې د چین لوړپوړو چارواکو په وار وار له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی به په دې بد وضعیت کې افغانان یوازې پرې نه ږدي.
































