د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو شویو سره د غمشریکي په موخه خوست او پکتیکا ولایتونو ته تللی دی. ملا برادر له ځان سره ۵۳ میلیون افغانۍ نغدې پیسې هم وړې دي او ویل کېږي چې هلته به یې زیانمنو شویو ته د سرپناه په لګولو باندې ولګوي. په خوست او پکتیکا کې وروستۍ زلزلې تر یو نیم زر ډېر کسان وژلي، تر دوه زر ډېر ټپیان دي او په زرګونو کورونه یې نړولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکي ادارې (اوچا) تازه له ملګرو ملتونو څخه په پکتیکا او خوست کې له ۳۶۲زره زیانمنو سره د ۱۱۰ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.
































