د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې ۶۳۶۶۱۷۶ کسان په کرونا اخته شوي دي. له دې ډلې ۳۷۷۴۳۷ کسه یې مړه شوي دي. په امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۸۵۹۳۲۳ ته رسېدلی دی او تر دې دمه ۱۰۶۹۲۵ کسه په امریکا کې د کرونا له امله مړه شوي دي. په برازیل کې ۵۲۹۴۰۵ کسه په کرونا اخته شوي او ۳۰۰۴۶ یې مړه کړي دي. په روسیه کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۴۸۷۸ ته رسېدلی دی. په برېتانیا کې بیا ۳۹۰۴۵ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي. په ايټالیا کې د کرونا له امله د مړینې شمېره ۳۳۴۷۵ ته رسېدلې ده.
































