ملګرو ملتونو له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه د ۱۱۰ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان په خوست او پکتیکا کې وروستیو زلزلو شاوخوا ۳۶۰ زره کسان زیانمن کړي دي.
دغه اداره وایي چې دوی د لومړنیو مرستو لپاره شاوخوا ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. ملګري ملتونه داسې مهال دغه غوښتنه کوي چې په وروستیو کې یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د څه باندې څلور میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، خو تر دې دمه یې د یادې شمېرې نیمایي هم ترلاسه کړې نه ده.
ملګرو ملتونو پر نړیوالو ملاتړو غږ کړی چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او له خلکو سره بشردوستانه مرستې وکړي.
































