د افغانستان ا.ا د کورنیو چارو وزارت وایي چې په بهرنیو اسعارو د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور په کلکه منع دي. یاد وزارت ټینګار کړی دی چې د دې پرېکړې د تطبیق دوامداره څارنه کوي او سرغړونکو سره به سخت چلند کېږي. د دغه وزارت په خبره، دا پرېکړه یې د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره کړې ده او هر هغه څوک چې له دې پرېکړې سرغړونه کوي سخت قانوني چلند به ورسره وشي. د یادونې ده چې تر اوسه پورې د ځمکو، کورونو، دوکانونو، اپارتمانونو، وسایطو او وسائلو کرایه، ګروي او پلور ټول په ډالرو باندې کېدل.
































