یونسیف وايي په پکتیکا او خوست کې له زلزلې وروسته سلګونه کسان له ډول ډول ناروغیو سره لاس او ګرېوان دي. یونسیف وایي چې په دې کې ځينې ناروغۍ د ناپاکو اوبو د څښاک له امله رامنځ ته شوې دي چې کېدای شي ځينې یې وژونکې وي.
دغه اداره وايي دوی خپل مرستندویه ټيمونه او درمل سیمې ته لېږلي دي او هڅه کوي له اړمنو سره پر وخت مرسته وکړي. یونسیف وايي چې تر دې دمه یې شاوخوا ۴۰۰ ماشومانو ته روغتیايي خدمات او نور اړین خدمات رسولي دي او تر څنګ یې د اوبو د پاکولو درمل او نور اړین توکي تر زلزله ځپلو رسولي دي، خو دغه اداره وايي چې مرستې کافي نه دي او خلک لا ډېر لاسنیوي ته اړتیا لري.
































