د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانو لاریونونو په غبرګون کې ویلي چې دی د امریکایي وګړو د ساتنې مسوول دی. دده په خبره په امریکا کې ځينې مغرضې کړۍ د لاریون کوونکو له سپېڅلو احساساتو په استفادې ګډوډیو ته لمن وهي. هغه رسنیو ته یوه احساستي وینا وکړه او په هغه کې یې وویل چې امریکا کې د قانون حاکمیت تر هر څه مهم دی او د وژل شوي تورپوستي په حق کې به عدالت تامینېږي. نوموړي ویلي چې په واشنګټن کې به نظم راولي او د امریکا په ټولو ښارونو کې به د خلکو د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي. هغه ځان د قانون محافظ او د امریکا د ساتنې مسوول بللی دی. ټرمپ تر وینا وروسته په یوه بې مخینې او نا اعلان شوې توګه له سپېنې ماڼۍ ووت او سنټ جان تاریخي کلیسا ته لاړ. دغه کلیسا ته د امریکا ډېری ولسمشران ورځي او تاریخي ارزښت لري. یاده کلیسا پرون د لاریون کوونکو تر برید لاندې راغلې وه.
































