د افغانستان ا.ا د سترې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني په کابل کې د عالمانو سترې غونډې ته په خبرو کې ویلي چې دا د ټولو عالمانو مسوولیت دی چې په خپلو جوماتونو، کلیو، مدرسو او هر ځای کې خلکو ته ووایي چې د اسلامي نظام مخالفت ناروا عمل دی چې باید ځای ترې وساتي. نوموړي زیاته کړې ده چې د ا.ا ټول اصول پر اسلامي قوانينو ولاړ دي، که ظاهراً امارت ته په يو کار کې ډېرې مادي ګټې وي؛ خو چې اسلامي قوانين يې نه ايجابوي، هغه یې پرې ايښی دی. هغه دغه راز ویلي چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو وروسته ټول مخالفین بخښل شوي دي او آن هغوی ته په مجلس کې هم د هغوی د جرمونو په اړه یادونه نه کېږي چې د ده په خبره، دا د یو نظام له لوري د ډېر ګذشت مانا لري.
































