د افغانستان ا.ا له لوري په کابل کې د علماوو او قومي مخورو رابلل شوې غونډې ته د هرات ولایت څخه راغلي مشهور دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري ویلي، چې د علماوو غونډه دې داسې فتوا ورکړي؛ څوک چې د اوسني نظام پر وړاندې دریږي، باید سر یې له تنې جلا شي او له منځه یوړل شي. هغه زیاته کړې ده چې په افغانستان کې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امنیت تامین دی او اوس خلک د شپې او ورځې کولی شي د هېواد هر کونج ته په ډاډه زړه سفر وکړي. مولوي انصاري دغه راز ویلي چې په افغانستان کې د اوسني امنیت ساری په ټوله نړۍ کې نه لیدل کیږي، اوس مهال په کار ده چې ټول په ګډه د نظام د بقا لپاره کار وکړي.
































