افغان حکومت وايي د نجونو زده کړې ورته مهمې دي. د افغانستان د ا.ا ویاند نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال په کابل کې د علماوو د جوړې شوې غونډې په اړه خبرې وکړي. نوموړي وویل چې په دې غونډه کې یوازې علماوو او مخورو ګډون کړی دی او ددوی په غوښتنه جوړه شوې ده.
دده په وینا په دې غونډه کې د ټولو علماوو غوښتنو ته درناوی کېږي او تر ممکنه حده به منل کېږي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د نجونو زده کړې مهمې دي او دا ستونزه حل ته اړتیا لري.
د مجاهد په خبره افغان حکومت په دې لټه کې دی چې ژر تر ژره د ستونزې حل ته لار پیدا کړي او په خبره یې دا د میلیونونه نجونو د راتلونکې او برخلیک مسئله ده. هغه زیاته کړه چې ځینې ستونزې ددې بهیر خنډ دي خو د حل لپاره یې هڅې روانې دي.
































