د ملي دفاع سرپرست وزیر له علماوو غوښتي چې دوی ته یې ستونزې په ګوته کړي. د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب نن د لویې جرګې په تالار کې د علماوو غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د دوی د نظام ستونزې رابرسېره کړي او دوی ته یې په اړه مشورې ورکړي.
دده په خبره له علماوو غوښتنه کوي چې د ځينو ستونزو په اړه دوی ته فتواوې ورکړي خو دا ستونزې یې نه دي په ډاګه کړې. هغه همدا راز ویلي چې نږدې یو کال کېږي چې نوی حکومت جوړ شوی، خو تر اوسه هېڅ لوري په رسمیت نه دی پېژندلی له همدې امله یې له علماوو غوښتي چې دوی ته مشورې ورکړي.
هغه ټینګار کړی چې افغانان باید اوسنی نظام له لاسه ور نه کړي او په خبره یې دلته باید د جګړې اور د تل لپاره مړ شي.
































