ښايي د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله په کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ شوی وي. فارین پالیسۍ نشریې ته یو شمېر سرچینو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې ملا هبت الله په کرونا ویروس اخته شوی و او د درملنې پر مهال یې سا ورکړې ده. همدا راز یو شمېر نورو طالب سرچینو بیا دغه نشریې ته ویلي چې هغه په کرونا ویروس اخته شوی دی، خو تر درملنې لاندې دی. درېیو طالب سرچینو د نامه نه ښودو په شرط بیا فارین پالیسي ته ویلي چې ملا هبت الله تر درملنې لاندې و خو سا یې ورکړې ده. بلخوا داسې راپورونه هم شته چې د ملا یعقوب د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر زوی دمګړی د طالبانو د سرپرست مشر په توګه ګومارل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































