د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه د بحث لپاره بېړنۍ غونډه رابللې ده. فرانسې او اروپايي ټولنې لس ورځې مخکې ویلي وو چې د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت سخته خرابېدا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا فوري پاملرنې ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنرې میشل باچلې دوې اوونۍ مخکې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر سیستماتیکې ځپنې تورن کړل. دې په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې ویلي و چې افغانان د یوه نسل تر ټولو تیاره شېبې تجربه کوي.
































