د افغانستان د علماوو د سترې غونډې د دویمې ورځې لومړۍ غونډه پيل شوه. د غونډې د دویمې ورځې د پیل پرمهال د ریاست الوزراء مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، اوسنی اسلامي نظام چې په هېواد کې حاکم دی او ډاډمن امنیت راغلی نه یوازې د ا.ا دنده ده، بلکې د هر فرد – فرد مسوولیت دی، چې ملاتړ يې وکړي. نوموړی دغه راز وايي، شیخ هبة الله اخندزاده یو باصلاحیته پلاویي ته ویلي، چې ټول زندانونه وګوري، که څوک بې ګناه بندي و، نو هغه فورآ ازاد کړي او پر ځای يې هغه ظالم چارواکی بندي کړي، چې دوی يې بندي کړي دي. حنفي زیاتوي، ا.ا کې محاکم بشپړ مستقل دي او هر پریکړه، چې محکمه وکړي، نو خامخا به تطبیق کېږي او د محکمې له حکم څخه هېڅوک مستثنی نه دي.
































