د پښتنو پر لاریونونو او حق غوښتنې چوپې ملالې په امریکا کې د تورپوستو له لاریونونو ملاتړ کړی دی. ملالې یوسفزۍ پر خپل ټوېټر لیکلي چې په امریکا کې د عدالت غوښتنې له روان بهیر ملاتړ کوي او په خبره یې له هغو لاریون کووونکو سره همغږې ده چې د مارتین لوترکېنګ او نیلسن مندیلا پر لار روان دي. ملالې یوسفزۍ داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي چې د پښتنو له حقوقو په دفاع تل چوپه وه او په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. ملالې یوسفزۍ د سولې نوبل جایزه ګټلې ده، خو تر ډېره یې له خپلو وګړو ددفاع پر ځای د بهرنیانو ملاتړ کړی دی. له همدې امله تل په ټولنیزو رسنیو کې پر نوموړې نیوکې کېږي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې هغه په رښتینې مانا یوه بشرپاله نه ده، بلکې خپلو ګټو ته په کتو دريځ اختیاروي.
































