د خوړو نړيوال پروګرام ویلي چې په پکتيکا او خوست ولايتونو کې د بېړنيو مرستو هڅې روانې دي او زیاتوي چې په تېره يوه اونۍ کې يې له ۲۵زرو خلکو سره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې په دې بېړنیو مرستو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل دي چې په وروستیو ورځو کې د پکتیکا او خوست ولایتونو پر اوسېدونکو ویشل شوي دي. دغې ادارې اندېښنه ښودلې چې له زلزلې سربېره په افغانستان کې وضعیت بېړنی دی او له میاشتو راهیسې خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي. د ملګرو ملتونو ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې څه دپاسه ۱۹ میلیون وګړي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره لاس او ګرېوان دي، چې په هېواد کې پر اقتصادي کړکیچ او وچکالۍ سربېره په جنوب ختیځو ولایتونو کې د خونړۍ زلزلې له وجې دغه شمیر نور هم زیات شوی دی. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی دی چې په دې هیواد کې به د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
































