د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنره میشل بچلیت وایي افغانستان دې د ښځو د حقونو د ښه کولو لپاره د نورو اسلامي هیوادونو څخه الهام واخلي . نوموړې دا څرګندونې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته کړې دي. هغه چې څو میاشتې مخکې افغانستان ته هم راغلې وه، په خپله وینا کې په افغانستان کې په تیر اګست میاشت کې د نوي حکومت رامنځته کیدو راهیسې د افغان میرمنو او نجونو د ناهیلې کوونکي وضعیت په اړه معلومات ورکړل. میرمن بچلیت پر نړیوالې ټولنې باندې د لا نورو مشخصو هڅوغږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي څو بشري حقونو ته درناوی وکړي. هغې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل د نجونو د متوسطه او لیسو د بیرته پرانستلو لپاره یو مشخصه نیټه وټاکي او د شرعي محرم سره د سفر کولو او د مخ د پټولو امر لغو کړي.
































