علماوو د خپلې په غونډه کې یوولس ماده ییز پرېکړه لیک صادر کړی دی. دوی په دغه پرېکړه لیک کې ټينګار کړی چې نوی حکومت دې د یووالي او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره هڅې وکړي. همدا راز ټینګار شوی دی چې حکومت دې د اسلامي، عصري او اقتصادي علومو په پراختیا او عامولو کې هڅه وکړي او تر څنګ یې دې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د اقلیتونو، ماشومانو او ښځو حقونه رعایت کړي. دوی دغه راز پر علماوو غږ کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې له اختلافونو او کرکې خپرولو ډډه وکړي او تر څنګ یې له هېواد بهر ته پر تللو خلکو هم غږ کړی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي. دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ پيل شوې وه چې نن ددې پرېکړه لیک په صادرولو پای ته ورسېده.
































