پاکستاني چارواکو یو ځل بیا له افغانستان د ډبرو سکرو پر وارداتو ټینګار کړی دی. د پاکستان د اوسپنې پټلۍ د ادارې مشر خواجه سعد رفیق ددغه هېواد له سوداګرو سره په یوه ګډه غونډه کې له دوی غوښتي چې له افغانستان د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي.
دده په وینا دوی د خپلې انرژۍ د تامین لپاره د ډبرو سکرو وارداتو ته اړتیا لري او په خبره یې ددغه بهر د چټکتیا لپاره به اړین ګامونه اوچت کړي. نوموړي له پاکستانیو اداراتو غوښتي چې د تګ راتګ لارې جوړې کړي، موټر چلوونکو ته اسانتیا برابره کړي او سوداګرو ته د وارداتو د چټکتیا زمینه جوړه کړي.
































