ایران وایي په عربستان کې د خپل سفارت پرانیستلو ته لېواله دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، عربستان د عراق د لومړي وزیر په لاس ورته پیغام استولی چې له دوی سره اړیکې عادي کوي او ایران کولی شي خپل سفارت په عربستان کې پرانیزي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي دوی له دې پیغام هرکلی کوي او له سعودي عربستان سره د اړیکو ښه کولو ته لیوالتیا لري. د عربستان او ایران ترمنځ اړیکې له کلونو راهیسې ترینګلې دي او دواړه هېوادونه یو بل د خپل مخالفینو په ملاتړ تورنوي او په یمن کې هم دواړه هېوادونه په نیابتي جګړه کې سره ښکېل دي.
































