د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف ویلي چې د اوکراین مهم او روسیې ته مطلوب ښار لیسیچانسک په بشپړه توګه د مسکو تر امر لاندې ځواکونو په لاس کې دی. لیسیچانسک د لوهانسک مهم ښار دی. قدیروف د خپل تلګرام له لارې ویلي چې پر لیسیچانسک مو کړۍ تنګه کړې ده، دغې سیمې ته ورغلې ټولې لارې تړل شوې دي او په خبره یې دښمن هیڅ لوري ته د تېښتې لار نه لري. تر قدیروف وړاندې د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي وو چې د اوکراین مهم ښار چې ډېرې مهمې کارخونې او معدنونه لري اوسمهال د روسي ځواکونو تر محاصره لاندې دی او ژر به یې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
































